د کانونو او پټرولیم وزارت او ازبکستان هېواد ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

sp_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۳:۴
س

د هایدرو کاربن، اوسپنې او مسو په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري او د ازبکستان د کانونو، صنایعو او جیولوجي وزیرله لوري په داسې حال کې چې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال او د ازبکستان لومړی وزیر هم ګډون کړی و لاسلیک شو.

د تړون له مخې، د افغان-تاجک د نفتو او ګازو د زېرمو، د زابل ولایت د کندلان د مسو، د میدان وردګ او بامیانو خویش د اوسپنې کان سروې او اکتشافي مطالعات به په راتلونکو دوو کلونو کې د دواړو خواوو په همکارۍ ترسره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته