د کانونو او پټرولیم وزارت اداري غونډه ترسره شوه

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۶ - ۸:۴۶
زز

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ اداري غونډه چې پکې د پلان او پالیسي مرستیال شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي او د بېلابېلو برخو رئیسانو او امرینو په ګډون د یاد وزارت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست یاده غونډه د وزارت د رئیسانو او آمرینو د کارونو د پرمختګ او روڼتيا په برخه کې ارزښتناکه وبلله، له هغوی څخه یې و غوښتل چې خپل فعالیتونه په وخت ترسره کړي.
وروسته یو شمېر رئیسانو د خپلو ریاستونو د کارونو د پرمختګ په اړه معلومات ورکړل.
په پای کې د وزارت د سرپرست له لوري د غونډې د ګډونوالوغوښتنې، ستونزې واورېدې، د کارونو د پرمختګ او روڼتیا په اړه یې ټېنګار وکړ، د ستونزو د حل په موخه یې لازمې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۰:۴۰
Background image

د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ ترسره شوه


د نورستان ولایت د دواب ولسوالۍ ماوې سیمې کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ د یاد ولایت د کانونو رئیس مولوي سید رحیم د کمېټې غړو سیمه یزو مسوولینو د ولایتي ادارو د بېلابېلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۴:۱۵
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د والي استازی، د کانونو رئیس، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۲:۲۷
Background image

د کونړ ولایت نفرایټ ډبرو داوطلبي ترسره شوه

د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ د کوزچنچن سیمې د (۵.۴۹) ټنه نفرایټ ډبرو د پلور داوطلبي د منرالونو د تنظیم او کاډسټر عمومي رئیس ملا عبدالرحمن رحماني، ټاکلي هئیت او داوطلبو شرکتونو په. . .

بېرته خبرونه ته