د کانونو او پټرولیم وزارت اداري غونډه ترسره شوه

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۴ - ۸:۲۹
ww

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ اداري غونډه چې پکې د پلان او پالیسي مرستیال شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي، مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري او د بېلابېلو برخو رئیسانو په ګډون د شنبې په ورځ د 13/8/1402 نېټې ترسره شوه.
 په دغه غونډه کې د جیو فزیک بېلابېلو تخنیکي وسایلو کارونو، فعالیتونو، څرنګوالي په اړه د جیوفزیک  د رئیس له لوري د پرزنټېشن له لارې معلومات وړاندې شول، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست له لوري د جیوفزیکي کارونو د ښه والي او دیاد ریاست د وسایلو د کمښت په اړه لازمې سپارښتنه وکړې. 
همدارنګه د کانونو او پټرولیم وزارت د فعالیتونو، کارونو په اړه د نظرونه او بحث وروسته د تدارکاتو، مالي او حسابي، د انساني سرچینو او لابراتوارو ریاستونو خپل کاري را پور ترڅنګه خپلې غوښتنې شریکې کړې.
چې د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبري له لوري د کارونو د چټکتیا او ستونزو د حل په موخه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۴۳
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د لوګر ولایت له کانونو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس حافظ انجنیر عبداللطیف خالد د یوه پلاوي په ملتیا لوګر ولایت ته د سفر پر مهال یې د کانونو ریاست، د فلزي کانونو اړوند کان‌کیندنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۲۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال نورستان ولایت ته سفر وکړ

د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبرۍ د پرېکړې او د چارو د لا اغېزمن تنظیم په موخه، د وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي حسام‌الدین صابري په مشرۍ یو ځانګړي پلاوي نورستان ولایت ته سفر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۱:۴۶
Background image

د کونړ ولایت د نفرایټ او مرمر کانونو تخنیکي ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم د کونړ ولایت په بېلابېلو سیمو کې د نفرایټ او مرمر ډبرو د کانونو هر اړخیزه تخنیکي ارزونه ترسره کړه. د دې ارزونې موخه د کانونو د معیاري استخراج او د. . .

بېرته خبرونه ته