د کانونو او پټرولیم وزارت اداري غونډه ترسره شوه
د کانونو او پټرولیم وزارت اداري غونډه نن چهارشنبې په ورځ 1401/11/19 نيټې د ياد وزارت د مالی او اداري مرستيال مولوي حسام الدین صابري په مشرۍ د دغه وزارت د رئیسانو په ګډون د مالی او اداري کنفرانس روم په تالار کې تر سره شوه.
غونډه د قرآن عظيم الشان څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، د وزارت مالي او اداري مرستيال د اداري غونډې د جوړیدو د موخې تر څنګ د وزارت د وروستیو لاسته راوړنو, فرصتونو او د ستونزو د حل په اړه لنډې خبرې وکړې. او همدارنګه يې د وزارت مسولينو ته د اسلامي احکامو د تطبيق په اړه لازمې لارښونې وکړې.
غونډه د ستونزو د حل, د کاري بهیر د چټکتیا او اسانتیا په اړه د ګډونوالو د نظرونو او وړانديزونو له وړاندې کولو وروسته پای ته ورسېده