د کانونو او پترولیم وزارت دجنډر آمریت

نظرونه:

د قانون سره سم د نارینوو او ښځینوو لپاره د خوندي او د یو مصؤ ن کاري چاپیریال رامینځته کول او د استخراجي صنعت په سکتور کې د مساوي حقونو او امتیازاتو برخمن کیدل

لیدلوری :

د یو مصؤن او د تاوتریخوالی دلیره کیدودکاری چاپریال دمنځته کولو په موخه او د عامه پوهاوي د وړتیا لوړولو پروګرام د حکومت د قانونو په رڼا کی پلی کول دی

د کانونو په سکتور کې د عادلانه فرصتونو په مقابل کې ، د پوهاوي پروګرامونو پلان اوطرحې د همغږۍ پروګرام رامینځته کیدل ترڅو د میرمنو شتون ډیر شي

د پروګرامو او کنفرانسونو له لارې د ښځو هڅول ترڅو د استخراجي صنایعو سکتور کې پانګوونې وکړي.

تاریخچه:

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د بن (۲۰۰۱)میلادی کال په دی تړون کې په رسمي ډول په افغانستان کې د جنډر برابري په رسمیت پیژندل او د ښځو د ځواکمنتیا او جندرد مساواتو په اړه د خپلو کړو ژمنو د عملي کولو لپاره قانون تصویب کړه.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د کانونو او پټرولیم وزارت د ملي او بین المللي ژمنو او د ښځود ملي ستراتیژی پلان سره سم په (۱۳۹۰)هجری شمسی کال کې  د جنډر آمریت د مالي او اداری معینیت تر چتر لاندی رامنځته شو.

د یو څلور نفری تشکیل په درلودو سره د آمریت یو بست د کارپوهانو څلور بسته او د یو اتم بست سره په کار پیل وکړ.

د جندر آمریت دکارموخه :

  • د استخراجي صنایعو په سکتور کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي او تبعیض په نښه کولو لپاره حقوقي او سیستماتیک تغیرات
  • د ښځو لپاره د عادلانه کاري فرصتونو رامینځته کول ترڅو په کاري چاپریال کې ښځې خپل موخو ترلاسه کړي.
  • د استخراجي صنایعو په سکتور کې د جنډرد مساواتو اود نارینو اود ښځو  پوهاوي وړتیا لوړول
  • د کانونو په سکتور کې د میرمنو حضور زیاتولو لپاره هلېځلې ، اودصنایعو په استخراجي کې د ښځو اقتصادي رول او پانګونې پیاوړې کول

د جندر آمریت مسؤلیتونه:

  • د جنډرآمریت مسؤلیت لري چې د بین المللي مکلفیتونو سره سم په وزارت کې د میرمنو حضور زیاتولو لپاره د اسانتیاوی دچمتو کولو لپاره همغږی ولرې، او د جنډر د پالیسیو او کړن لارو پورې اړوند چاروکې لازمي مشوره ورانده کړې.
  • د جنډر آمریت یو نږدي کمک کونکی دی چې دوزارت د کارکوونکو د دوړتیا لوړولو ښوونې او روزنې په برخه کې او د جنډر له نظره د دولت  تهعدات د ښځو د پرمختګ په خاطر د د بشری سرچینو ریاست سره د ښځو د روزنې او استخدام او د کلنۍ ارزونو لپاره یوځای کارکوي
  • دغه آمریت د جنډر دمساواتو په برخه کې د کانونو او پترولیم وزارت د جنډر پالیسي پلي کولو او نورو پالیسیو پلي کولو ، کلیدي پوستونو د ودې او لاسته راوړنې سره سم د ښځو پیژندلو ، وړتیاجوړونې اود وزارت د ریاستونو سره کار او فعالیت کوي.
  • د جنسیت پر اساس د مالوماتو او احصایوثبت او د ګمارنې کمیټې کې د جنډر استازې فعاله برخه اخیستنه کې مؤثره یوځای کارکوی او هم د وزارت د ریاستونوسره په موافقه  ترڅو د ښځینه کارمندانو ظرفیت لوړولو او پریکړو نیولو پوستونو کې د دوی برخه اخیستنې ملاتړ وکړي
  • دا آمریت تل کوښښ کوي چې د تحصیلي برنامو ته وده ورکړي او میرمنې په بورسونوکې معرفي کړي د مرستندویانو راجلبول ترڅو میرمنې وکولی شي د لوړو زده کړو څخه ګټه واخلی کړي.

په کمیتو کی دجنډر دآمریت غړیتوب :

  • د ګمارنې په کمیټه کې غړیتوب:
  • د ښځو او ماشومانو پروړاندې د ځورونې مخنیوي په کمیټه کې غړیتوب
  • د شخړې په هوارۍ کې غړیتوب
  • د اضافه کاري کميټې کې غړیتوب.
  • په سوپر سایکل کمیټې کې غړیتوب

د جنډر ریاست لاسته راوړنې:

  • په FPIP کې د جنډر ریاست شاملېدل
  • د جنډر دپالیسي تصویب کول
  • د آنلاین شکایتونو اوریدو لپاره یو میکانیزم طرحه او رامنځته کول
  • دښځینه کارمندانو د قضا او څارنوالۍ په برخه کې د مشعل د خصوصي پوهنتون څخه فارغیدل
  • د کانونو په سکتور کې د ښځو د رول په اړه پوهاوی او په (۳۴)والیتونو کې د ښځو او ماشومانو د ځورونې د مخنیوی قانون
  • دجندرپه آمریت کې یو تن د سلاکار په توګه ګمارل
  • د وزارت په کچه د باالمقطع کارمندانو لپاره د ۸ څخه ډیر د پوهاوي برنامو رامینځته کول