د کابل ولایت د کانونو ریاست

د کابل ولایت د کانونو ریاست رئیس ښاغلي غلام حیدر کاتب ژوند لیک ته لنډه کتنه:

ښاغلی غلام حیدر کاتب په کال ۱۳۶۳ کې د کابل ولایت په یوه دینداره او علم پروره کورنۍ کې دنیا ته سترګې غړولي، چې پلارنۍ ټاټوبۍ یې غزني ولایت د ناور ولسوالۍ اړوند د بخارا کلۍ دی.

ښاغلي کاتب خپلې لومړنۍ او ثانوي زده کړې په کابل او پاتې نورې زده کړې یې د پاکستان هېواد په کویټه ښار کې لوستي. نوموړی د کابل پولیتخنیک پوهنتون د کانونو او جیولوژۍ څانګې څخه په ۱۳۸۸م کال کې فارغ  او له فراغت سره سم یې په کانونو او پټرولیم وزارت کې په دنده پیل وکړ، چې د خپل زیار او ښې کارکردګۍ له امله یې وشول کولای چې د آزادې سیالۍ له لارې د هند هېواد  ICCR بورس ته په کال۱۳۸۹ کې لار ومومي، چې په پای کې یې وشول کولائ خپلې لوړې د ماسټرۍ دورې زده کړې د هندوستان د Indian Institute of Technology (Dhanbad IIT  له پوهنتون څخه د ځمکې پیژندنې په برخه کې تر ۱۳۹۲میلادي کال پورې بشپړې کړي.

ښاغلي کاتب د خپلو ماسټري زده کړو له بشپړولو وروسته؛ هېواد ته په خدمت کولو لاس پورې کړ چې تر دې مهاله یې یو شمېر دندې، لکه: په مالیې وزارت کې د استراتیژیکو او ارتباطي چارو آمر، په  Fichtnerاو JICA سازمانونو کې د GIS د متخصص، په ANPO مؤسسه کې د نظارت او ارزونې افسر په توګه یو شمېر دندې ترسره کړي.

نوموړۍ د ۱۳۹۶ څخه تر ۱۳۹۷کال پورې په کانونو او پټرولیم وزارت کې د تخنیکي کارپوه، او د ۱۳۹۸م کال راپدیخوا د کابل ولایت د کانونو ریاست د رئیس په حیث دنده پرمخ وړي.