د کابل، پکتیا، غزني او بادغیس ولایتونو د پنځو سیمو کانونو داوطلبي

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۶/۳۱ - ۱۲:۲۴
Ff

د کانونو او پټرولیم وزارت د کابل ولایت د انجیرک سميې 6 بلاک مرمر، د پکتیا ولایت د سرګل سیمې تالک او سرپنتین، د غزني ولایت کوراله سیمې مرمر ډبرو او د بادغیس ولایت د کوه بابا زنګي سیمې د ګچ ډبرو داوطلبي مخکې اعلان ته سپارلي وو نن پنجشنبه 31/6/1401 نېټې د وزارت د غونډو په تالار کې داوطلبی تر سره شوه.
د داوطلبۍ غونډه د تخنیکي مرستیال ښاغلي انجینیر وحیدالله حلیمي، د مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابری، د پالیسي مرستیال شېخ ضیا‌ء الرحمن اریوبي، د جیولوجي سروې مرستیال ښاغلی نورالله ستانکزی، موظف هيئت او د 14 هغو شرکتونو په شتون کې چې د پروپوزلونو په ارزونه کې د داوطلبۍ شرایط پوره کړي وو په شفافه توګه  تر سره کړه.
په دغه داوطلبۍ کې د پکتیا ولایت د سرګل سیمې د سرپنتین کان د ممتاز ایازلمیټډ شرکت د رویالټي په قيمت سره في ټن 24000 افغانۍ، د کابل ولایت انجیرک سیمې د مرمرو 6 بلاک د افغان لایت ستون شرکت د رویالټي په قیمت سره في ټڼ 600 افغانۍ، د پکتیا ولایت سرګل سیمې تالک د استخراج معدن کریم وردک شرکت د رویالیټي قیمت سره في ټن 1500 افغانیو، د غزني ولایت کوراله سیمې مرمر ډبرو استخراج و پروسس معدن قیمتي و نیمه قیمتی شرکت د رویالټي په قیمت سره في ټن 450 افغانۍ او د بادغیس ولایت کوه بابا زنګي سیمې د ګچ ډبرو د استخراج معدن حبیب خلیل شرکت د رویالیټي قیمت سره في ټن 315 افغانۍ ګټونکي اعلان کړل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۰:۴۰
Background image

د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ ترسره شوه


د نورستان ولایت د دواب ولسوالۍ ماوې سیمې کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ د یاد ولایت د کانونو رئیس مولوي سید رحیم د کمېټې غړو سیمه یزو مسوولینو د ولایتي ادارو د بېلابېلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۴:۱۵
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د والي استازی، د کانونو رئیس، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۲:۲۷
Background image

د کونړ ولایت نفرایټ ډبرو داوطلبي ترسره شوه

د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ د کوزچنچن سیمې د (۵.۴۹) ټنه نفرایټ ډبرو د پلور داوطلبي د منرالونو د تنظیم او کاډسټر عمومي رئیس ملا عبدالرحمن رحماني، ټاکلي هئیت او داوطلبو شرکتونو په. . .

بېرته خبرونه ته