د چین هیواد له یوتن پانګوال سره د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست لیدنه
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور نن دوشنبه د 15/3/1402 نېټې د چین هیواد له پانګوال ښاغلي شي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې په اړه بحث او د نظرونه سره شریک کړل.
ښاغلي شي د کانونو او پټروليم وزارت له مېلمه پالنې څخه د مننې ترڅنګ د هېواد د تالک په کانونو کې د پانګونې غوښتنه وکړه، چې د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست د کان کېندنې د قانون او مقرراتو له مخې د لازمې همکارۍ ژمنه وکړه.