د څلور سیمو د مرمر او فلورایټ کانونو داوطلبي ترسره شوه

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۲ - ۸:۴۲
سس

د ارزګان، کندهار او میدان وردګ ولایتونو د فلورایټ، مرمر کانونو داوطلبي د وزارت د غونډو په تالار کې د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور له لوري د ارزګان ولایت د مرکز د کاغه جرکوه باخود فلورایټ، د کندهار ولایت د شاولي کوټ ولسوالۍ د دره نور سیمې مرمر، د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالۍ د شاه کابل خورد سیمې مرمر، د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د تنګي بابوخېل سیمې مرمر، چې مخکې یې اعلان ته سپارلي ول د ټاکلي پلاوي، رسنیو استازو او هغو شرکتونو چې د پروپوزلونو په ارزونې کې یې د داوطلبۍ شرایط پورکړي ول داوطلبي ترسره کړه.
په یاده داوطلبي کې د ساروان “حلیمي” شرکت د فلورایټ یو ټن د 15000 افغانیو په قېمت سره، د احمد وکیل “ضیايي” شرکت د کندهار ولایت د مرمرو یو ټن د 600 افغانیو په قېمت سره، د محمد رحیم “حسین خېل” شرکت د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالۍ د مرمر یوټن د 400 افغانیو په قېمت، د هدایت الله “ارګون وال” شرکت د میدان وردګ ولایت د سید آباد ولسوالۍ د مرمر یو ټن د 400 افغانیو په قېمت سره ګټونکي اعلان کړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۸:۵۳
Background image

د کونړ ولایت د نفرایټ ډبرو کانونو تخنیکي ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم له لوري د کونړولایت په بېلابېلو سیمو کې د نفرایټ ډبرو کانونو هراړخیزه تخنیکي ارزونه ترسره شوه، چې موخه یې د یادو کانونو معیاري استخراج او روانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۳:۳۲
Background image

د ختیځ زون د ولایتي ریاستونو اړوند د کان‌کېندنې  ارزونې ترسره شوی

د وزارت د رهبرۍ پریکړه پر بنسټ، د ختیځ زون د ولایتي ریاستونو اړوند د کان‌کېندنې ساحو د فعالیتونو او اجراآتو د ارزونې لپاره، د مالي او اداري چارو معین مولوي حسام‌الدین صابري په مشرۍ یو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۲۸
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر په بلخ ولایت کې د نفتو د سروې سیمې څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د محمدجان ډګر د نفتو د سروې سیمې څخه لیدنه وکړه.
یاده سروې د ازبکستان د ازبېک اورسیز جیولوجیکي کمپنۍ. . .

بېرته خبرونه ته