د پکتیکا ولایت کاني ظواهر
افغانستان د جیولوژيکي جوړښت او جغرافیایې موقعیت له اړخه په هغو کم شمېر هیوادونو کې راځي چې پراخه طبیعي زیرمې او ظواهر لري. یادې کاني زیرمې او ظواهر د افغانستان په ټولو ولایاتو کې شتون لري، چې په متوازنه توګه د عوایدو په دوامداره راټولیدو او لاسته راوړلو کې خواره مهم ارزښت لري. او همدارنګه افغانان تمه لري چې، د هېواد د کانونو له استخراج او ګټې اخیستنې به د افغانستان اقتصادي او پراختیایې څرخ د ډیر وخت لپاره په خوځښت وي، چې یاد خوځښت پخپله د افغانانو د اقتصادي ودې او پراختیا لامل کیږي.
پکتیکا ولایت چې د یو شمیر کاني ظواهرو او کانونو درلودونکی دی د افغانستان د سویل ختیځو ولایتو په قطار کې راځي، چې مرکز یې شرنه ده. دا ولایت د شمال لخوا د پکتیا، شمال ختیځ ته یې خوست، ختیځ او سویل ته یې پاکستان او د لویدیځ له طرفه د زابل اوغزنی له ولایتونو سره ګډه پوله لري. او همدارنګه د پکتیکا ولایت نفوس د احصأیې ملي ادارې د معلوماتو پربنسټ (775,498) تنه ښودل شوی.
د افغانستان د جیولوجۍ سروې او د پکتیکا ولایت د کانونو ریاست د معلوماتو پر بنسټ یاد ولایت د مختلفو طبیعي زیرمو او کاني ظواهرو سرچینې لري، چې تر دې د مه یې (20) سیمې په جدول کې ثبت شوي دي.
د پکتیکا ولایت د کاني ظواهرو لیست!
| شمېره | ولایت | د منرالونو ډولونه او کاني ظواهر | کاني سیمې | 
| 1 | پکتیکا | مگنیتیت | د او ملایت سیمه | 
| 2 | پکتیکا | کلسیت | د حاجی علم سیمه | 
| 3 | پکتیکا | بیوتیت | د چنار سیمه | 
| 4 | پکتیکا | پیرایت | د تمبیل سیمه | 
| 5 | پکتیکا | کرمایټ | د قلعه اسد سیمه | 
| 6 | پکتیکا | د چونی کلسیتی ډبره | د لام سیمه | 
| 7 | پکتیکا | مګنتایټ | د سپین بولدک سیمه | 
| 8 | پکتیکا | کوارتز بیوتیت | د جیبرگی سیمه | 
| 9 | پکتیکا | ډبرو سکاره | د زندا 1 سیمه | 
| 10 | پکتیکا | ډبرو سکاره | د دره نور سیمه | 
| 11 | پکتیکا | ډبرو سکاره | د دایک 41 سیمه | 
| 12 | پکتیکا | ډبرو سکاره | د یکتاخم سیمه | 
| 13 | پکتیکا | تالک | د دیلانور سیمه | 
| 14 | پکتیکا | ډبرو سکاره | د قلعه اسد سیمه | 
| 15 | پکتیکا | گچ | د بی بی گوهر سیمه | 
| 16 | پکتیکا | ریگ او جغل | د مرکزی سیمه | 
| 17 | پکتیکا | ریگ او جغل | د ختیځې سیمه | 
| 18 | پکتیکا | ریگ او جغل | د لویدیځې سیمه | 
| 19 | پکتیکا | چونه ډبره | د سویلی سیمه | 
| 20 | پکتیکا | د منرالونو ډولونه او کاني ظواهر | د نقطه7757 سیمه | 
سرچینې:
- د پکتیکا ولایت عمومي معلومات او د محلي ارګانونو اداره۲۰۱۸(https://idlg.gov.af/paktika/ )
- د پکتیکا ولایت د کانونو د جیولوجیکي معلوماتو ریاست د کانونو او پټرولیم د جیولوجیکي معینیت د معلوماتو پربنسټ، د هیواد د نفوسو د کال کتاب، او مرکزي احصائيه1399 https://www.nsia.gov.af:8080/wp-content/uploads/2020/06/%D8%A8%D8%B1%D8%A2%D9%88%D8%B1%D8%AF-%D9%86%D9%81%D9%88%D8%B3-%DA%A9%D8%B4%D9%88%D8%B1-%DB%B1%DB%B3%DB%B9%DB%B9-%D9%86%D8%B3%D8%AE%DB%80-%D8%A7%D9%88%D9%84.pdf