د پورونو کمېټې اونیزې غونډې تر سره کول
د پورونو کمېټې اونیزه غونډه د مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري په مشرۍ د کمېټې د غړو او پوروړو شرکتونو په حضور کې د دوشنبې په ورځ د 14/1/1402 نېټې د مالي او اداري معینیت د غونډو په تالار کې تر سره شوه.
د دغې ناستې په پېل کې د وزارت عواید رئیس د شرکتونو د پورونو په اړه لنډو معلوماتو وړاندې کړل.
ورپسې د کانونو او پټرولیم وزارت د مالي او اداري مرستیال د ګډونوالو د نظریاتو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته پوروړو شرکتونو ته د پورونو ورکولو په اړه د افغانستان اسلامي امارت او کانونو قانون سره سمې لارښوونې وکړې.