د ټاپي ګازو نل لیکې کمپنۍ له اجرائیوي رئیس سره  د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ليدنه

firoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۶ - ۱۶:۱۱
صصص

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ښاغلي شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور نن دوشنبه د 26/10/1401 نېټې د ټاپي پروژې نل لیکې کمپنۍ اجرائيوي رئيس ښاغلي محمد امانوف او له مل پلاوي سره د یاد وزارت د مرستیالانو، د بهرنیو وزارت ، د کرنې او مالدارۍ او مالیه وزارتونو، د چاپيریال ساتنې ادرې، د افغانستان بانک د استازو په شتون کې ورسره لیدنه وکړه.
په پیل د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ټولو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه: موږ خوښ یو چې د دې لویې او مهمې پروژې په اړه خبرې کوو چې نه یوازې د افغانستان بلکې د درېیو نورو هېوادونو لپاره هم مهمه او حیاتي ده او د یادې پروژې عملي چارو ته چې هر څومره ژر کېږي په تمه یو.
د ټاپي پروژې اجرائيه رئیس د دې پروژې د تطبیق په برخه کې د افغانستان د اسلامي امارت په ځانګړي ډول د کانونو او پټرولیم وزارت له مېلمه پالنې او ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ د خپل هېواد په استازیتوب د خپلو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ. نوموړي د پروژې د تطبيق په برخه کې د افغانستان او د کانونو او پټروليم وزارت له هڅو مننه وکړه او ويې ويل: تر اوسه د پروژې کارونه بريالي دي او په راتلونکي کې هم پلانونه لرو چې د هغه په اساس به عملي کار وکړو.
دغه راز په دې ناسته کې دواړو لورو د کانونو او پټرولیم وزارت، کرنې او مالدارۍ او ټاپي شرکت ترمنځ د ځمکې استملاک او د هرات ولایت صنعتي ښارګوټي او ښاریانو ته د ګازو د وېش په اړه د درې اړخیز تفاهم لیک د لاسلیک په اړه بحث او د نظر تبادله وکړه. .
په پای کې د بهرنیو چارو، کرنې او مالدارۍ او مالیې وزارتونو د چاپېریال ساتنې ادارې او د افغانستان بانک استازو هم د خپلو نظریاتو د وړاندې کولو پر مهال د یادې پروژې د تطبیق په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۶:۱۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ټاپي پروژې له رئیس سره وکتل


د کانونو او پټرولیم وزیرالحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ د ١٤٠٤ لمریز کال د کب میاشتې په ٢١ نېټه په خپل کاري دفتر کې د ترکمنستان له سفیر ښاغلي خواجه عوضوف او د ټاپي پروژې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۴۷
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د میدان وردګو، کاپیسا، فاریاب او ارزګان ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سره وکتل.
د کانونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۳:۵۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۲مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې،. . .

بېرته خبرونه ته