د وزارت مقام د دفتر عمومي رئیس د چین سفارت د اقتصاد او سوداګرۍ له سلاکار سره وکتل
د کانونو او پټرولیم وزارت مقام د دفتر عمومي رئیس معراج محمد معراج د سه شنبې په ورځ (10/7/1403) نېټې په افغانستان کې د چین سفارت له اقتصادي او سوداګریز سلاکار او مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د عینک مسو پروژې رئیس انجنیر حمیدالله حبیبي او د هغه تخنیکي ټیم هم ګډون درلود، د عینک مسو کان پروژې د کارونو او پرمختګونو په اړه یې بحث او نظرونه شریک کړل.