د هېواد شمالي ولایتونو ته د ستر تخنیکي سلاکار سفر

kamran_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۴:۲۸
سفر معین به ولایت

د کانونو او پټروليم وزارت د ستر تخنیکي سلاکار په مشرۍ پلاوي د سرپل ولايت قشقري نفتي سیمې د قراردادي ( افچين شرکت ) او د دوی فرعي قرارداديانو له چارو او د جوزجان ولايت د يتيم تاق ګازي سیمې د دوو استخراجي څاګانو د کيندلو او قراردادي شرکت فعاليتونو څخه ليدنه وکړه او د شرکت مسوولينو ته یې د چارود چټکتيا او ښې همغږۍ په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
 دغه راز یاد پلاوي د خپل کاري سفر په پاي کې د بلخ ولايت د سرې او برېښنا امارتي شرکت څخه ليدنه کې دیاد شرکت لپاره د نوې پانګونې د جلب، د شرکت توليدي ظرفيت لوړولو او فرصتونو څخه د ښې ګټې اخستنې په اړه یې ټینګار وکړ.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۲۱:۱۵
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د خان وزیري د اوسپنې ویلې کولو له کارخونې لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۳۰مه نېټه، د خان وزیري د اوسپنې ویلې کولو له کارخونې څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۸:۲۳
Background image

د طوطي میدان ګازي بلاک تخنیکي ستونزو د حل په موخه د افغانستان او ازبکستان استازو ګډه ناسته ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي او مسلکي پلاوي د طوطي میدان ګازي بلاک د تړون اړوند شته تخنیکي ستونزو د ګډې ارزونې او حل‌لارې موندلو په موخه د ازبکستان پلازمینې تاشکند ته سفر کړی دی.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۹:۱۴
Background image

د ټاپي پروژې د هرات برخې ساختماني چارې اتیا سلنه پرمخ تللي

د افغانستان په خاوره کې د ټاپي ګازو نللیکې د هرات برخې رغنیزې چارې په بېلابېلو کاري برخو کې په چټکۍ سره روانې دي او د یادې پروژې په مهمو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
دا مهال د هرات. . .

بېرته خبرونه ته