د هرات، غور او بادغیس ولایتونو له والیانو سره د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست لیدنه
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور دلاور نن سه شنبه د 1402 کال د غويي میاشتې په 19 نېټه د هرات له والي شیخ الحدیث نور احمد اسلام جار، د غور له والي ملا احمد شاه دین دوست او د بادغیس له والي مولوي عبدالصمد جاوید سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست والیانو ته د کانونو او پټرولیم وزارت ته د ښه راغلاست تر څنګ د هرات، غور او بادغیس ولایتونو بېلابېلو موضوعاتو تر څنګ د یادو ولایتونو د کانونو په برخه کې د پانګونې د فرصتونو په اړه د پانګوالو جلبول او د کاري زمینې برابرولو په اړه بحث او نظرونه شریک کړل.