د نیمروز ولایت کاني ظواهر

ا افغانستان د جیولوژيکي جوړښت او جغرافیایې موقعیت له اړخه په هغو کم شمېر هیوادونو کې راځي چې پراخه طبیعي زیرمې او ظواهر لري. یادې کاني زیرمې او ظواهر د افغانستان په ټولو ولایاتو کې شتون لري، چې په متوازنه توګه د عوایدو په دوامداره راټولیدو او لاسته راوړلو کې خواره مهم ارزښت لري. او همدارنګه افغانان تمه لري چې، د هېواد د کانونو له استخراج او ګټې اخیستنې به د افغانستان اقتصادي او پراختیایې څرخ د ډیر وخت لپاره په خوځښت وي، چې یاد خوځښت پخپله د افغانانو د اقتصادي ودې او پراختیا لامل کیږي.

نیمروز ولایت چې یو شمېر کاني ظواهر لري د افغانستان په سویل لویدیځ کې پروت ولایت دی، چې مرکز یې د زرنج ښار دی. دا ولایت د شمال او شمال لویدیځ لخوا د فراه، سویل ته یې بلوچستان- پاکستان، ختیځ ته یې هلمند او د لویدیځ لخوا د ایران له هیواد سره ګډه پوله لري. او همدارنګه نیمروز ولایت نفوس د احصأیې ملي ادارې د معلوماتو پربنسټ (183,554) تنه ښودل شوی.

 د افغانستان د جیولوجۍ سروې او د نیمروز ولایت د کانونو ریاست د معلوماتو پر بنسټ، یاد ولایت یو شمېر طبیعي زیرمې او سرچینې لري، چې تر دې د مه یې (1) سیمه په جدول کې ثبت شوي دي.

د نیمروز ولایت د کاني ظواهرو لیست!

شمېره

ولایت

د منرالونو ډولونه او کاني ظواهر

کاني سیمې

1

نیمروز

د (جغل) ودانېزي توکي

د خوابگاه سیمه

 

سر چینې:

  1. د نیمروزولایت عمومي معلومات او د محلي ارګانونو اداره۲۰۱۸ (https://idlg.gov.af/nimruz/ )
  2. د نیمروزولایت د کانونو د جیولوجیکي معلوماتو ریاست د کانونو او پټرولیم د جیولوجیکي معینیت د معلوماتو             پربنسټ، د هیواد د نفوسو د کال کتاب، او مرکزي احصائيه، 1399https://www.nsia.gov.af:8080/wp-content/uploads/2020/06/%D8%A8%D8%B1%D8%A2%D9%88%D8%B1%D8%AF-%D9%86%D9%81%D9%88%D8%B3-%DA%A9%D8%B4%D9%88%D8%B1-%DB%B1%DB%B3%DB%B9%DB%B9-%D9%86%D8%B3%D8%AE%DB%80-%D8%A7%D9%88%D9%84.pdf