د نوي مقرر شوو کارکوونکو لپاره روزنېز پروګرام تر سره شو.

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۲ - ۱۲:۶
زطز

د نوي مقرر شوو کارکوونکو لپاره روزنیز پروګرام نن یکشنبې په ورځ د 22/12/1400 نېټه د کانونو او پټرولیم وزارت د موزیم په تالار کې د بشري منابع ریاست د روزنې او ظرفیت لوړونې آمریت له خوا تر سره شو.
یاد پروګرام د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په وینا پیل شو. په دغه پروګرام کې د یاد وزارت سرپرست ټولو نوي مقرر شوو کارکوونکو ته په خطاب کې وویل: " دا زموږ د ټولو لوی مسوولیت دی چې له اطلاعاتي بستې څخه ګټه واخلو، ترڅو دغه ستر مسوولیت په ښه توګه ترسره کړو د خپل ځان او هېواد لپاره خدمت وکړو او له اقتصادي بحران څخه ځان وژغورو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته