د میدان وردک ولایت د مرمري ډبرو په تولیداتو کې ۵۷ سلنه زیاتوالی

firoz_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۲ - ۱۴:۲
321456

د میدان وردک کانونو ریاست د سږ کال د مرمري ډبرو په تولیداتو کې د ۵۷ سلنه زیاتوالي خبر ورکوي.

د میدان وردک ولایت د کانونو ریاست رئیس فضل الباري بلوچ، د دې ولایت د مرمري ډبرو تولیدات په ۱۳۹۸ کال کې ۴۶۴۲۱ ټنه یاد کړي او داسې یې زیاته کړي، « سږ کال کې د مرمرو ډبرو په تولیداتو کې د تیر کال په نسبت ۱۶۸۸۳ ټنه زیاتوالی راغلی».


د ښاغلي بلوچ په وینا، یاد تولیدات د دې ولایت د څلورو کاني سیمو چې د سیدآباد او بهسود ولسوالۍ د اولې حصه اړوند وبلل او داسې یې وو ویل، « د میدان وردک مرمري ډبرې تر 1879 مټرو مربع پورې د اذربایجان پلازمینې باکو ته د پنځو کانټینرونو په وسیله د خصوصي شرکتونو لخوا صادر شوي او د دوهم ځل لپاره به ۳۴۲۱ مټره مربع مرمري ډبرې به د لسو کانټینرونو په ذریعه یاد هېواد ته ولیږدول شي».

 

میدان وردک ولایت د مرمري ډبرو ۱۳ سیمې او ظواهر لري، چې له یادې جملې څخه څلور فعال استخراجي قراردادونه یې د خصوصي شرکتونو سره په قانوني ډول تر کار لاندې دي.

#میدان‌وردک #کانونوا‌وپټرولیموزارت #MoMP

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د پروان ولایت د کان ‌کېندنې پروژو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تفحص او اکتشاف عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ د کرومایټو، د غوربند درې د سرب او جستو، تراورتین کانونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د بامیانو ولایت د سربو او جستو کانونو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د بامیانو ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د سربو او جستو کانونو تخنیکي او مسلکي ارزونه ترسره کړه. د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۴۳
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د لوګر ولایت له کانونو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس حافظ انجنیر عبداللطیف خالد د یوه پلاوي په ملتیا لوګر ولایت ته د سفر پر مهال یې د کانونو ریاست، د فلزي کانونو اړوند کان‌کیندنې. . .

بېرته خبرونه ته