د مرکز له رئیسانو او د پورونو کمېټې له غړو سره د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ناسته

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۵ - ۸:۳۳
ss

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور نن د وزارت د مرکز له رئیسانو او د پورونو کمېټې له غړو سره په کتنه کې د یادې کمېټې راپورنه واورېدل. او همدارنګه د مالګې، د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو، د بي بي ګوهر د سرب او جست، د کندهار زاهدان او د بامیان ولایت د ګنده کوتل د پورونو په اړه بحث او خپل نظرونه سره شریک کړل. 
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په پای کې د رئیسانو او د کمېټې غړو وړاندیزونه او نظرونه واورېدل او د کاري پروسې د چټکوالي او د ښه مدیریت په اړه مسؤولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته