د لوګر ولایت د کانونو د څارنې او ارزونې کمېټې غونډه ترسره شوه
د کانونو د څارنې او ارزونې کمېټې غونډه د لوګر ولایت د کانونو رئیس مولوي نقیب احمد( فرقاني) په مشرۍ، دیاد ولایت د بېلابېلو ریاستونو رئیسانو او د کمېټې غړو په ګډون ترسره شوه، په دغه غونډه کې د کانونو د څارنې او ارزونې په اړه یې بحث او نظرونه شریک کړل.
په دغه غونډه کې یې د کانونو د قاچاق او غیر قانوني کیندنې پر مخنیوي، خلکو ته د کاري زمینې پر برابرولو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې، د لوګر د کانونو رئیس د کانونو د څارنې او ارزونې کمېټې د طرزالعمل په پلي کېدو ټینګار وکړ.
په پای کې د کمېتې غړو د لوګر ولایت د کانونو د کارونو د ارزونې په اړه خپل نظریات، غوښتنې واورولې په همدې موخه یې د همکاریو ژمنه وکړه.