د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو لپاره د بیو ټاکلو کمېټې غونډه ترسره شوه
د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د بیو ټاکلو کمېټې غونډه د مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري په مشرۍ نن دوشنبه د ۲۲/۳/۱۴۰۲ نېټې د مالي او اداري معینیت د غونډو په تالار کې تر سره شوه.
په دې غونډه کې د غوښتونکو غوښتنو ته د رسېدو او د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو او د صنعتي منرالونو د کمېټې کاري طرزالعمل او د کان کېندنې قانون په اساس د محلي، منطقوي او نړیوالو نرخونو سره سم رویالټي وټاکله.