د قیمتي او نیمه قمیتي ډبرو د قیمت ټاکلو کمېټې غونډه ترسره شوه
د قیمتي نیمه قیمتي او سينګاري ډبرو کمېټې غونډه د مالي او اداري مرستیال ښاغلي مولوي حسام الدین صابري په مشرۍ د کمېټې غړو ترمنځ د دوشنبې په ورځ د 13/6/1402 نېټې د یاد وزارت د مالي او اداري معینیت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د قیمتې، نیمه قیمتي اوسينګاري ډبرو د قیمت ټاکلو د کمېټې کاري طرزالعمل د کان کېندني قانون په اړه بحث او نظرونه شریک کړل. او همدارنګه د کمېتې له لوري د یادو ډبرو لپاره د محلي، منطقوي او نړیوالو نرخونو په اساس رویالټي وټاکل شوه.