د قوانینو او پالیسیو او د هغې د تطبیق د څارنې لپاره د روزنیز پروګرام جوړول

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۰ - ۱۵:۴۴
ss

د کانونو او پټرولیم وزارت د بشري سرچینو ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له ریاست سره په همغږۍ د ۶۰ تنو د دوهم او دریم بستونو کارکوونکو د پوهاوي په موخه د قوانینو او پالیسیو تر سرلیک لاندې د مالي او اداري مرستال مولوي حسام الدین او د بشري سرچینو ریئس احمد ضیا خاکسار په ګډون  نن یکشنبه 20/6/1401 نېټې د یاد وزارت د غونډو په تالار کې پنځه ورځنی روزنیز پروګرام جوړ کړ.
غونډه  د رسنیو ټیم د آمر  قاري عبدالحکیم له خوا د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل او ورپسې د مالیې او اداري مرستیال مولوي حسام الدین له خوا رسماً پرانیستل شوه.  او ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د یاد پروګرام په اړه لنډې خبرې وکړې.
ورپسې د اداري چارو د اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د حقوقي چارو مرستیال انجنییر ویس الدین ویس د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست وویل او له ټولو کارکوونکو څخه هیله وکړه چې له دې فرصت څخه سمه ګټه پورته کړي او په پیل شوي پروګرام کې برخه واخلي، څو د خپلو ظرفیتونو په لوړولو سره خلکو او هېواد ته ښه خدمات وړاندې کړي.
په پای کې  د ادارې د قوانینو او پالیسیو او د هغې د تطبیق د څارنې اړوند روزنیز پروګرام د قوانینو او حقوقي اسنادو د تطبیق د څارنې  آمر ښاغلي حیات الله محمدي له خوا د پریزنټیشن په بڼه د غونډې ګډونوالو ته وړاندې شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۴۷
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د میدان وردګو، کاپیسا، فاریاب او ارزګان ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سره وکتل.
د کانونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۳:۵۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۲مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۲۵
Background image

د افغان تاجک نفتي حوزې اړوند درې بلاکونو سایزمیکي سروې پیل شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت او ازبېک آویزسیز جیولوجیکي کمپنۍ تر منځ د هوکړه لیک پر بنسټ نن د افغان تاجک حوزې اړوند محمدجان ډګر، احمد آباد او شمر بلاکونو سایزمیکي دوه بعدي سروې د یادې. . .

بېرته خبرونه ته