د زمري ۷ مه د ملي بیرغ ورځ مو مبارک شه

Feroz_momp
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۵/۸ - ۸:۴۵
bbb

زمونږ غرور، زمونږ افتخار زمونږ بیرغ دی 
نن له غرمې وروسته د کانونو وزارت مشرتابه او د دې وزارت کارکونکو په پراخ ګډون سره د ملي بیرغ تاریخي ورځ په لوړافتخار سره ولمانځله. 
دغه مراسم چې د کانونو وزارت د مشرتابه او کارکونکو لخوا نن دملي بیرغ د لمانځلو پخاطر نیول شوي ؤ، په لومړي سرکې ټولو ګډونوالو د دې وزارت کارکونکو ته د وروستۍ تروروستی پښې شهیدانو لپاره د دعا لاسونه پورته کړل، چې له هغې وروسته د ټولو ګډونوالو په نمایندګۍ دکانونو وزارت ځای ناستې وزیرې خبرې وکړی.

اعلی نهان د شهیدانو کورنیو او همکارانو سره خپله خواخوږي څرګنده او همدارنګه دملي درې رنګي بیرغ تاریخي ورځې مبارکیانې یې وړاندې کړې، داسې یې زیاته کړه” ملي بیرغ، د خپلواکۍ سمبول او د افغانستان د خلکو د ملي یووالي نښه ده.
اعلی وزیرې ددې افتخاري سمبول او وطن ساتل د خپلې مور په شان یاد کړل. او د یوې بیا داسې تاریخي او فتخاري ورځې چې په ټول وطن کې صلحه او ثبات قایم وي هیله څرګنده کړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د پروان ولایت د کان ‌کېندنې پروژو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تفحص او اکتشاف عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ د کرومایټو، د غوربند درې د سرب او جستو، تراورتین کانونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د بامیانو ولایت د سربو او جستو کانونو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د بامیانو ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د سربو او جستو کانونو تخنیکي او مسلکي ارزونه ترسره کړه. د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۴۳
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د لوګر ولایت له کانونو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس حافظ انجنیر عبداللطیف خالد د یوه پلاوي په ملتیا لوګر ولایت ته د سفر پر مهال یې د کانونو ریاست، د فلزي کانونو اړوند کان‌کیندنې. . .

بېرته خبرونه ته