د داوطلبۍ خبرتیا

دنشر تاریخ
د ختمیدو تاریخ
د کانونو او پټرولیم وزارت په پام کې لري، چې د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ د تور غنډۍ سیمې(20) ټنه نفرایټ ډبرې، چې د وزارت او شرکت سهم دي، دعلاقمندانو د خبرتیا په موخه د 1404/05/16 نېټې څخه تر 1404/05/20 نېټې پورې د پنځو ورځو لپاره اعلان ته سپاري.
لېواله شرکتونه کولای شي خپل غوښتنلیکونه د یادې شوې مودې په اوږدو کې د منرالونو د تنظیم او کاډسټر لوی ریاست ته وړاندې کړي. وروسته د شرط پاڼې له کتلو کولای شي د ټاکل شوي قیمت په بدل کې شرط پاڼه لاسته راوړي.
همدارنګه غوښتوونکي باید د داوطلبۍ په ورځ لس زره (10000) امریکايي ډالره په فزیکي ډول له ځانه سره ولري بغیر له دې څخه په داوطلبۍ کې د ګډون حق نه لري.
ګټوونکي شرکت مکلف دی، چې د رویالټي ټاکل شوې اندازه پیسې د دریو(3) کاري ورځو په موده کې تحویل کړي، بغیر له دې د داوطلبۍ د تضمین پیسې بېرته نه ورکول کېږي.
د اعلان نېټې د پای ته رسېدو څخه وروسته نورغوښتنلیکونه نه منل کېږي.