د حرفه‌ای او خپل‌سرو کیندونکو سیمو د رسمي کولو استراتژي پلي کول

firoz_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۲ - ۱۰:۲۰
qqq

د حرفه‌ای او خپل‌سرو کیندونو سیمو د رسمي کولو استراتژي د پلي کولو په اړه یو ورځنی ورکشاپ د کانونو او پترولیم وزارت د کنفرانسونو په تالار کې ترسره شو. پدې ورکشاپ کې د کانونو او پترولیم وزارت د پالیسي او پروګرامونو مرستیال ښاغلي ولي‌الله ځدراڼ سربیره مرکزي او ولایتي رئیسانو او د وزارت تخنیکي کارکوونکو ګډون کړی وو.

 

د پلان، څارنې او ارزونې، کانونو د ساتنې، کادستر، منرالونو اکتشاف او لنډمهالې تخنیکي کمېټې په نوبت د یادې استراتژي د پلي کولو په اړه معلومات وړاندې کړل. همداراز، د جیولوژیکي معلوماتو د راټولولو د فارمټ تشریح او د ذی‌دخلو ادارو موافقه ترلاسه کولو، له دویمي واحدونو سره د سروې‌جیولوژي ډلو د همغږي، د پلان لارښود او د جواز اخیستلو لپاره د خپل‌سرو کان کیندنو د ژمنو ترلاسه کولو په اړه هم ګډون کوونکو ته معلومات وړاندې شول.

 

په یادو موضوعاتو له خبرو اترو وروسته، ګډون کوونکو د کانونو له ریاستونو سره د ولایتي چارواکو د همکاری، امنیتي او نورو ستونزو په اړه وړاندیزونه وکړل چې د پالیسي او پروګرامونو د مرستیال له لوري لازمې لارښونې ورکړل شوې. هغه د استراتژي د پلي کولو په اړه په ولایتونو کې د عامه پوهاوي پروګرامونو په جوړولو ټینګار وکړ.

 

د ورکشاپ په پای کې د وزارت مرستیال د خپل‌سرو او غیر قانوني فعالیتونو د مخنیوي په اړه د وزارت د رهبري ژمنه بیا تازه کړه او ویې ویل: “دا استراتژي د خپل‌سرو او مسلکي کیندنو سیمو د مخنیوي په موخه عملي قدمونه دي”. هغه پدې اړه د وزارت د رهبري د ملاتړ ډاډ ورکړ.

 

د مسلکي او خپل‌سرو کیندنو سیمو د رسمي کولو استراتژي د غیرقانوني کیندنو مخنیوي ته لاره هواروي او په یوه کال کې د یادو ساحو د رسمي کولو څرنګوالی په ډاګه کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۷:۳۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د اوو زونونو له والیانو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریزکال د تلې میاشتې په ۲۲مه نېټه د اوو زونونو له والیانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د کانونو د مدیریت،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۱۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال د مالګې له کانونو څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ یو پلاوی ټاکل شوی، چې د اړوندو ولایتونو له مسوولینو سره په همغږۍ په ټول هېواد کې د مالګې له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱
Background image

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې غونډه ترسره شوه

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې لومړنۍ غونډه، د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د. . .

بېرته خبرونه ته