د جوزجان ولایت د یتیم تاق سیمې د ګازو دریو څاګانو د کیندنې تړون لاسلیک شو

kamran2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۶:۵۷
news

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري، د ۱۴۰۴/۳/۱۰ نېټه د جوزجان ولایت د یتیم تاق سیمې د ګازو د دریو څاګانو د کیندنې تړون د(۸۰۰۰۰۰۰) اته میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت په داسې حال کې چې مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري، د مقام سلاکار مولوي مطیع الله حقاني او د وزارت تدارکاتو رئیس مولوي میر محمد نبي محمدي ګډون درلوده د ترکي شرکت سفیر سونداج سره لاسلیک کړ.
یاد شوی شرکت به په یو کال کې د دریو څاګانو د کیندنې چارې بشپړه وي، چې د یادو څاګانو د چارو له بشپړېدو وروسته به په یوه شپه او ورځ کې(۱۰۰۰۰۰) سل زره متر مکعب ګاز استخراج شي.
د یادونې وړ ده، چې د یادو څاګانو په کیندلو سره به هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شي او سربېره پردې به د ګازو له پلوه د خلکو اړتیاوې هم تر يوي اندازې پوره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۷:۳۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د اوو زونونو له والیانو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریزکال د تلې میاشتې په ۲۲مه نېټه د اوو زونونو له والیانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د کانونو د مدیریت،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۱۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال د مالګې له کانونو څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ یو پلاوی ټاکل شوی، چې د اړوندو ولایتونو له مسوولینو سره په همغږۍ په ټول هېواد کې د مالګې له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱
Background image

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې غونډه ترسره شوه

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې لومړنۍ غونډه، د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د. . .

بېرته خبرونه ته