د امریکا او انګلستان RDS شرکت له استازي سره د وزارت د سرپرست لیدنه

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۲ - ۸:۳۸
cc

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د امریکايي او انګلستاني RDS شرکت له استازي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دغه لیدنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د پانګونې لپاره د مناسبو شرایطو په ځانګړې توګه د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې او د بهرنیو پانګوالو د هڅونې او جذب په اړه خبرې وکړې.
د ياد شرکت استازي د کانونو او پټروليم وزارت له ميلمه پالنې څخه د مننې تر څنګ د افغانستان په کانونو کې يې د پانګونې غوښتنه وکړه، چې د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست د کان کېندنې د قوانیونو او مقرراتو له مخې د لازمې همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۲۰:۴۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت پلاوي د ازبکستان د کانونو او صنایعو له وزیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنيکي پلاوي د ياد وزارت د مقام د پټروليم اړوند چارو ستر سلاکار مولوي احمدجان په مشرۍ او په تاشکند کې د افغانستان اسلامي امارت سفير په شتون کې د ازبکستان د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۲۱:۱۵
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د خان وزیري د اوسپنې ویلې کولو له کارخونې لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۳۰مه نېټه، د خان وزیري د اوسپنې ویلې کولو له کارخونې څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۸:۲۳
Background image

د طوطي میدان ګازي بلاک تخنیکي ستونزو د حل په موخه د افغانستان او ازبکستان استازو ګډه ناسته ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي او مسلکي پلاوي د طوطي میدان ګازي بلاک د تړون اړوند شته تخنیکي ستونزو د ګډې ارزونې او حل‌لارې موندلو په موخه د ازبکستان پلازمینې تاشکند ته سفر کړی دی.

د. . .

بېرته خبرونه ته