د افغان ګاز او شمال ډبرو سکارو د تصدیو د 1395 او 1396 کلونو په اړه مالي راپور د تفتیش عالي ادارې لخوا وړاندې شو
د افغان ګاز او د شمال ډبرو سکارو تصدیو د 1395 او 1396 کلونو مالي راپور د تفتیش عالي ادارې لخوا د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرستوزیر ښاغلي عنایتالله مومند په مشرۍ، چې مالي او اداري مرستیال ښاغلي سید محبوبالله رباني او د وزارت اړوند رئیسانو په ګډون د وزارت د غونډو په تالار کې وړاندې کړ.
غونډه ته د تفتیش عالي ادارې لخوا د تصدیو ریاستونو په اړه، چې څرنګه یې خپل راپور چمتو کړئ؛ د وزارت مقام ته پدې اړه مفصل معلومات د تصدیو ریاستونو په واسطه وړاندې کړ، چې په یاده غونډه کې د وزارت اړوند تصدیو ریاست ته دنده وسپارل شوه، چې د افغانستان د صنایع استخراجي سکټور د روڼتیا نوښت (AEITI) د اووم راپور د عمل پلان تنظیم کړي.
د یادونې وړ ده چې یاد تفتیش د افغانستان د صنایع استخراجي سکټور د روڼتیا نوښت (AEITI) د سفارشاتو پربنسټ تر سره شوی او د وزارت رهبري به په دې برخه کې په هیڅ ډول هلو ځلو بسیا و نه کړي.