د افغانستان د نفت او ګازو ادارې عمومي رئیس معرفي شو

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۲۷ - ۹:۴۲
ddd

د جمهوري ریاست د عالي مقام د فرمان پر بنسټ، ښاغلی ولي‌الله ځدراڼ په خارج رتبه بست کې د افغانستان د نفت او ګازو د تنظیم ادارې د عمومي رئیس په توګه وټاکل شو او د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري لخوا معرفي شو. په دغو مراسمو کې د کابینې د غړو سربېره، په ولسي جرګه کې د ولس استازو او د خصوصي سکتور غړو هم ګډون درلود.

په پیل کې، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري معین محمد حمید یوسفي د جمهوري ریاست د عالي مقام فرمان قرائت کړ. ورپسې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري وینا وکړه.

ښاغلي چخانسوري د افغانستان د نفت او ګازو د تنظیم د ادارې د عمومي رئیس په توګه د ټاکل کېدو له امله، ښاغلي ولي الله ځدراڼ ته مبارکي وویله او په دغه مهمه اداره کې یې د هغه حضور مهم وباله. هغه وویل: د نفت او ګازو په سکتور کې د شته فرصتونو د مدیریت او د شفافه عوایدو د راټولولو لپاره د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسي جوړونکي نهاد په توګه د افغانستان د نفت او ګازو د تنظیم له ادارې او نورو اړونده نهادونو سره د کانونو د لارې د نقشې او د هایدروکاربن د سکتور د تعریف شویو وظایفو پر بنسټ، کار کوي.

هغه همداراز زیاته کړه چې: د نفت او ګازو په سکتور کې به لازم تحرک او سرعت رامنځته کوو ترڅو د افغانستان خلکو ته د کاري فرصتونو او د اقتصادي پرمختګ زمینه مساعده شي.

په پای کې د افغانستان د نفت او ګازو د تنظیم ادارې عمومي رئیس ولي الله ځدراڼ خبرې وکړې. هغه د حکومت د رهبرۍ له باور څخه د مننې ترڅنګ وویل چې د کانونو او پټرولیم وزارت سره به په ګډه کار کوي ترڅو د پانګونې لپاره مناسب بستر ایجاد او د بازار د تنظیم او د نفت او ګازو د اغېزناک مدیریت لپاره زمینه مساعده شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۲۴
Background image

د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ ترسره شوه

د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ د پشګر سیمې کانونو د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري، د یاد ولایت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۳:۵۸
Background image

د کندز ولایت د سرو زرو د استخراج تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲۰مه نېټه د کندز ولایت د قلعه ‌زال ولسوالۍ د سرو زرو کان د استخراج تړون، چې ۵.۹۷. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د پروان ولایت د کان ‌کېندنې پروژو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تفحص او اکتشاف عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ د کرومایټو، د غوربند درې د سرب او جستو، تراورتین کانونو. . .

بېرته خبرونه ته