د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له سرپرست سره د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ناسته

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۱ - ۱۴:۴۱
سیس

د ا.ا.ا د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي شېخ ضياءالرحمن الاریوبي په ګډون د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له سرپرست او لومړي مرستیال الحاج محمد یونیس مهمند، د کندهار د پانګونې خونې الحاج محمد صدیق مهمند، مل پلاوي او یو شمېر پانګوالو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دغه لیدنه کې د هیواد په کانونو د پانګونې په بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وشوې.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست د وزارت له مشرتابه څخه د پانګوالو د ستونزو د حل لپاره مننه وکړه 
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د دوی د ستونزو او وړاندیزونو د اورېدو پرمهال: چې د کانونو او پټرولیم وزارت په هېواد کې له ټولو پانګوالو ملاتړ او د دوی د ستونزو د حل لپاره هڅې کوي.
همداراز یې زیاته کړه چې په افغانستان کې له وروستیو سیاسي بدلونونو سره له نېکه مرغه په ټولیزه توګه امنیت تامین شوی او ټول پانګوال دې ته هڅوم او بلنه ورته وکوم چې د افغانستان په کانونو کې د پانګونې ښه فرصتونه برابر شوي دي پانګونه وکړئ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۸:۴۱
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال د وري میاشتې په ۱۱مه نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې د پنځم بلاک تړون، چې ۱۰.۵۱ کیلومټره مربع. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۲۱:۳۹
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت کارکوونکو ته د وړتیاوو لوړولو روزنیز پروګرام وړاندې شو

د کانونو او پټرولیم وزارت د غیر فلزي کانونو د مدیریت او پلي کولو ریاست رئیس انجنیر ګل محمد له لوري د یاد ریاست نوي ګمارل شویو کارکوونکو ته د وړتیاوو لوړولو روزنیز پروګرام د پرزنټېشن په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۷:۳۱
Background image

د ټاپي پروژې چارې په چټکتیا سره روانې دي

 

د ټاپي د ګازو نللیکې پروژې رغنیز کارونه په هرات ولایت کې د پام وړ پرمختګ کړی دی، د معلوماتو پر بنسټ تر دې دمه شاوخوا ۲۵ کیلومټره نللیکه غځول شوې او د پاتې نللیکې د غځولو لپاره ۱۲۰. . .

بېرته خبرونه ته