د افغانستان د استخراجي صنایعو په سکتور کې د استرالیا د کنفرانس له ګډون کوونکود پانګونې غوښتنه

mompadmin
دوشنبه ۱۳۹۷/۸/۷ - ۱۵:۳۵
momp

کابل، افغانستان: د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرسته نرګس نهان ( د طبیعي زیرمو او کانونو د کیندنې) په نړیوال کنفرانس کې د ګډون په موخه استرالیا ته تللې ده. پتیل شوېده دغه ستر نړیوال کنفرانس د اکتوبر له ۲۹نه د روان میلادي کال د نومبرتر لومړۍ نېټې د یادهیواد په ملبورن ښار کې ترسره شي.

په دغه کنفرانس کې د میرمن نهان د ګډون موخه د افغانستان د استخراجي صنایعو په سکتور کې د اصلاحاتو د رپوټ وړاندې کول او په یاده برخه کې د اصلاحاتو د دوام ډاډ په ګوته شوی دی.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرسته به په یاد کنفرانس کې له پانګوالو وغواړي ترڅو د افغانستان د استخراجي صنایعو په سکتور کې پانګونه وکړي.
په استرالیا کې د طبیعي زیرمو او کانونو د استخراج په نړیوال کنفرانس کې به د استخراجي صنایعو په برخه کې د پانګونې په راجلبولو زیات تمرکز وشي.
د کانونو پنځه زره متخصصین، پانګوال، د توکو پېرېدونکي، تخنیکي متخصصین او د نړۍ څه د پاسه ۸۰هیوادونو نوښتګرپه دغه کنفرانس کې ګډون کوي.
د کانونو او پټرولیم وزارت له وړاندې د استخراجي صنایعو دسکتورپه اړه د تخنیکي همکاریو یوتفاهم لیک له استرالیا سره لاسلیک کړی دی.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۵۵
Background image

د پالیسۍ او برنامو مرستیال د قزاقستان د اوراسیا څېړنیز مرکز له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د وزارت د غونډو په تالار کې د قزاقستان د اوراسیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي ګروپ له مسوولینو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د عزیزي ګروپ کمپنۍ له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو له انرژۍ څخه د برېښنا د تولید پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د بامیان ولایت د اوسپنې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان تړون، چې ۸۵ کیلومتره مربع مساحت لري د (۴۳۸،۹۶۱،۶۲۶) امریکایی دالر په پانګونې او د ۲۰. . .

بېرته خبرونه ته