د اطلاعاتو او عامه اریکو ریاست

د کانونو او پټرولیم وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست د دې وزارت د فعالیتونو، دندو او لاسته راوړنو د منعکسه کولو په پار رامینځته شوی؛ ترڅو د ملي او نړیوالو بنسټونو، رسنیو، څیړونکو او علمي اکاډمیکو بنسټونو سره د ښو اړیکو په تأمینولو او معلوماتو د شریکولو په موخه خپل کارونه مخکې بیایې.

دا ریاست په ملي او نړیواله کچه معلوماتو ته د لاس رسي قانون سره سم، وزارت ته د اطلاعاتو او معلوماتو خپرولو مسؤلیت لري، چې معلومات یې د ټولو رسنیو لپاره د (آډیو، ویډیو، چاپ او ټولنیزو رسنیو) له لارې په عام ډول د لاس رسي وړ ګرځولي.

همدارنګه یاد ریاست د وزارت د فعالیتونو، فرصتونو، او لاسته راوړنو د پوهاوي په اړه مسؤل او د کنفرانسونو مطبوعاتي پوښښ، سمینارونو او ورکشاپونو  لپاره، له اړوند ریاستونو او د دولت د رسنیو د مرکز سره په همغږۍ کې دی.