د استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت د سازمان (AEITI) ۴۸مه غونډه ترسره شوه

firoz_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۲ - ۸:۵۱
fd

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري د استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت د سازمان AEITI په ۴۸مه غونډه کې ګډون او وینا وکړه. په دغه غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزارت د کارکونکو سربېره، د مالیې وزارت د ګمرکاتو معین، د افغانستان د استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت د سازمان غړو، د خصوصي سکتور استازو او د مدني ټولنو غړو ګډون درلود.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري په خپله وینا کې وویل: افغانستان وکولی شول د اعتبار د بېرته اخیستلو پروسې د لومړني راپور له مخې چی د EITI دبورډ لخوا د کانونو او پټرولیم وزارت ته لېږدول شوی وو، له ۲۷ مواردو څخه په ۱۹ مواردو کې د رضایت وړ، په ۵ مواردو کی د پام وړ او په ۲ مواردو کی عالي پرمختګ تر لاسه کړي او د افغانستان غړیتوب د ځنډ له حالت څخه راوباسي.

هغه زیاته کړه: نن موږ د کانونو په سکتور کې د شفافیت لپاره سره راټول شوي یو او غواړو شفافیت تامین کړو. ځکه نو د دغه اصل د تامین لپاره د څو اړخیز ګروپ MSG له غړو څخه د ښې همکارۍ غوښتنه کوم.

د غونډې په ترڅ کې د ۷ شمېرې راپور په ابتدایي طرحه، د مدني ټولنې او خصوصي سکتور د انتخاباتو، د ۱۳۹۵ او ۱۳۹۶ کال د قراردادونو په ارقامو کې د تفاوت او د تصدیانو د تفتیش په اړه هراړخیز بحث ترسره او په اړه یې د څو اړخیز ګروپ MSG لخوا لازم تصامیم ونیول شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته