دکانونو او پټرولیم وزارت سرپرستې وزیرې د اندونیزیا هیواد له سفیر سره لیدنه وکړه
دافغانستان اسلامي جمهوري دولت دکانونو اوپټرولیم وزارت ځای ناستې وزیرې داندونیزیا هیواد له سفیر سره دخپل کار په دفتر ملاقات وکړ.
چې په دغې ناسته کې دواړوخواوو یو بل ته دهمکارۍ او همدا ډول دکانونو او پټرولیم وزارت دتخنیکي کارکونکو دسطحې د لوړو پخاطر بحث او نظرونه سره تبادله کړل.
چې د ناستې په پای کې داندونیزیا هیواد سفیر د کانونو اوپټرولیم وزارت ځای ناستې وزیرې اعلی نرګس نهان ته د سلو تخینکي کارکونکو د روزلو لپاره په اندونیزیا هیواد کې د زده کړې دزمېنې په برابرولو سره چې په اووه دورو کې، چې له یوې نه تر څلورو میاشتو پورې وخت نیسي ډاډ ورکړ، چې داعلی نهان لخوا ترې مننه وشوه.