خبرتیا
دنشر تاریخ
د ختمیدو تاریخ
د افغانستان اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت (لوی مقیاس کانونو د تنظیم ریاست) څلور پروژې د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د مرغومی میاشتې په ۱۶مه نیټه بیا ځلې د داوطلبی اعلان ته سپاري.
ټول لیواله شرکتونه کولای شي چې د داوطلبي اړوند اسناد یعنې د لیوالتیا ښودلو فورمه (EoI) او(PQQ) د مخکیني اهلیت فورمه له لاندې لارو تر لاسه کړي:
- د وزارت رسمي ویب پاڼې څخه (http://lsmmd.momp.gov.af/ ).
- لیواله شرکتونه کولای شي چې(lsmmd@momp.gov.af ) ته بریښنالیک وکړي چې ذکر شوي اسناد تر لاسه کړي.
- د لوی مقیاس کانونو د چارو د تنظیم ریاست د ارزیابی او داوطلبی آمریت (دوهم منزل، د دفتر شمیره ۱۸) ته مراجعه وکړي تر څو تاسو ته په حضوري ډول یاد اسناد وسپارل شي.
د پروژې اړوند لنډ مشخصات
د پروژې اړوند لنډ مشخصات |
|||||
ګڼه |
دپروژې نوم |
ولسوالي |
ولایت |
د منرالو ډول |
مساحت/کیلومترمربع |
۱ |
آهن نقره خانه و کرمیرزابیگ |
پریان |
پنجشیر |
اوسپنه |
25.525201 |
۲ |
د یتیم تاق سمنتو پروژه |
مرکز |
جوزجان |
سمنتو پروژه |
64.937283 |
۳ |
د کشک امین |
تولک |
غور |
سکاره دبرو |
3.1324 |
۴ |
د قلعه زال سر زرو |
قلعه زال |
کندز |
سرو زرو |
5.975824 |
یادونه: لیواله شرکتونه کولای شي چې په پورته ذکر شوې پروژه کې د ۱۴۰۲ کال د مرغومی میاشتې تر (۲۵) می نیټې پورې د داوطلبي اړوند اسناد د لوی مقیاس کانونو د تنظیم ریاست ته وسپاري.