جمهوررئیس غني د یونسکو فرهنګي مسوول سره وکتل

firoz_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۱ - ۹:۸
sss

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن غرمه په ارګ کې د ملګرو متلونو ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان (UNESCO) فرهنګي مسوول فلیپ دیلانګي سره په کتنه کې د مس عینک تاریخي ابداتو د ساتنې په اړه بحث او خبرې وکړې.

په دغه کتنه کې جمهوررئیس اطلاعاتوفرهنګ وزارت او د یونسکوفرهنګي مسوول ته دنده وسپارله چې د مس عینک کان سیمې د تاریخي ابداتو د ساتنې، څارنې او خوندیتوب لپاره تفصیلي پلان باندې کار وشي.

جمهوررئیس وویل، حکومت د تاریخي ابداتو د ساتنې مسوولیت لري، یونسکو او اړونده ادارې دې د لرغونو اثارو د ساتنې، څارنې او خوندیتوب لپاره خپلې تجربې د افغانستان حکومت سره شریکې کړي.

د یونسکوفرهنګي مسوول د تاریخي ابداتو او سیمو د ساتنې په برخه کې د افغانستان حکومت له هڅو څخه په مننې لرغونو اثارو او ابداتو ته د حکومت د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د پروان ولایت د کان ‌کېندنې پروژو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تفحص او اکتشاف عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ د کرومایټو، د غوربند درې د سرب او جستو، تراورتین کانونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د بامیانو ولایت د سربو او جستو کانونو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د بامیانو ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د سربو او جستو کانونو تخنیکي او مسلکي ارزونه ترسره کړه. د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۴۳
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د لوګر ولایت له کانونو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس حافظ انجنیر عبداللطیف خالد د یوه پلاوي په ملتیا لوګر ولایت ته د سفر پر مهال یې د کانونو ریاست، د فلزي کانونو اړوند کان‌کیندنې. . .

بېرته خبرونه ته