کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست‌وزیر د سِلک روډ کمپنی له مسؤولینو سره لیدنه وکړه

firoz_admin
Wed, Feb 12 2020 2:44 PM
1236

 د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست‌وزیر د سِلک روډ کمپنی [د مس شیدا قراردادي پروژې] له مسؤولینو سره د خپل کار په دفتر کې لیدنه وکړه. 

په یاده لیدنه کې دواړو خواوو د مس شیدا پروژې د اکتشافي ظواهرو، امنیتي مسأیلو او د شته ننګونو په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل، په یاد ملاقات کې د قراردادي کمپنی مسؤولینو د وزارت له همکاریو د مننې ترڅنګ په ورته وخت کې د لا نورو همکاریو غوښتنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې د مس شیدا پروژې کاني ظواهر د هرات ښار په (۶۵) کیلومټرۍ کې د ادرسکن او ګذرې ولسوالۍ په ګډه پوله موقعیت لري، چې دا مهال د مس شیدا پروژې اکتشافي جواز د یادې کمپنی سره دی.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS