کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر ښاغلي عنایت الله مومند د اروپايي اتحادیي د استازو سره وکتل

firoz_admin
Wed, Nov 06 2019 8:55 AM
ss

کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر ښاغلي عنایت الله مومند د اروپايي اتحاديي استازو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل؛ د دې لیدنې هدف د نړیوالو همکارانو او شرکاو سره د افغانستان د صنایع استخراجي سکټور په لمړیتوبونو او پرمختګونو خبرې وشوي.

ښاغلي عنایت الله مومند راغلي پلاوي ته وویل، مونږ اوس‌مهال د صنایع استخراجي سکټور د پروژو لپاره د کان کیندنې مقررې مسوده نهایی کړې او ډير ژر به د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې ته د وړاندې شي او د منظوریدو وروسته به وتوانیږو چې هغه پروژې چې مونږ يي پروسې پرمخ وړي ډير ژر لاسلیک کړو.

هغه زیاته کړه مونږ نه یوازې د اروپايي اتحاديي تعهداتو ته ژمن یو بلکې د ټولو بین‌المللی شرکاوو غوښتنې چې د صنایع استخراجي سکټور د پرمختګ سبب ګرځي توجه کوو.

ښاغلي مومند وویل، هغه تعهدات چي د صنایع استخراجي سکټور د پایداره پراختیا او پدې سکټور کې د ظرفیت جوړونې برخه کې دي؛ د عملي کیدو په درشل کې دي.

د اروپايي اتحاديي استازو وویل، مونږ د صنایع استخراجي سکټور سره همکاره یو ترڅو د پایداره اقتصادي ودې لپاره زمینه برابره شي؛ مونږ به تخنیکي او ظرفیتي برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړو ترڅو د دې سکټور په مقابل کې پرتې ستونزې حل شي.

#کانونو_او_پټرولیم_وزارت #MoMP

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS