کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست‌وزیر ښاغلي عنایت الله مومند د هلمند والي سره وکتل

firoz_admin
Wed, Nov 06 2019 8:48 AM
xx

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست‌وزیر ښاغلي عنایت الله مومند د هلمند والي ښاغلي تورن جنرال محمد یاسین سره وکتل؛ پدې لیدنه کې دواړو لوري د طبیعي سرچینو د ساتنې او د قاچاق د مخنوي په موخه د ډيورند کرښې په امتداد، مواصلاتي لارو او د کانونو د موقعیتونو په اړه تفصیلي بحث درلود.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست‌وزیر ښاغلي مومند وویل "دصنایع استخراجي سکسټور لپاره زمونږ هدف ډير واضحه ده؛ مونږ غواړو چې ددې سکټور نه دګټې اخیستنې لپاره چټک اقدامات وشي؛ په هغه برخو کې چې ستونزې دي دحل لپاره يي مکانیزونه واضحه شي او هڅه کوو چې په هلمند ولایت کې هغه اعلان شوي پروژې چې اوسمهال د تګلارې په اساس يي کارونه پرمخ راون دي منطقي انجام ته ورسیږي".

مونږ په ساختماني موادو برخه کې هڅه کوو ترڅو قانوني قراردادونه ډير کړو ترڅو د دولت عواید لوړ شي او زمونږ خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

د هلمند والي تورن جنرال محمد یاسین وویل، کوم سیمو کې چې کاني سرچینې دي د وزارت له لورې مونږ ته مشخصه شي؛ او مونږ د هغې سمیو د خوندیتوب لپاره مواصلاتي لارې کنترول کړو او په هغه سیمو کې چې منابع دي نظارت زمینه برابره شي.

هغه زیاته کړه چې پدې ورستیو کې د هلمند ولایت په ځينو ولسوالیو کې دغیرې قانوني کیندنو او قاچاق موارد مطرح دي په اړه به یي د هلمند ولایت چارواکي جدي تصامیم نیسي.

دغونډې ګډونوالو ته د افغانستان دصنایع استخراجي سکټور تګلاره، د قوانینو برخه کې د پرمختګونو او همدرانګه دافغانستان صنایع استخراجي سکټور د ساتنې برخه کې په ولسي مشارکت او په ګډ او مشترک کار خبرې وشوي.

د یادونې وړ ده چې د کانونو او پټرولیم وزارت پدې ورستیو کې د کانونو د ساتنې لپاره یو مشخصه مکانیزم باندې کار پیل کړئ ترڅو د غیرې قانوني کیندنو او قاچاق مخنوئ وشي او قانوني قراردادونه ترویج شي.

#کانونو_او_پټرولیم_وزارت #MoMP

 

Latest news

Thu, Jun 04 2026 8:38 PM
Background image

Herat Salt Mine Contract Signed

Mr. Hedayatullah Badri, Minister of Mines and Petroleum,on 4th of June 2026 signed the contract for the Second Block of the Namaksar Salt Mine located in Ghorian District of Herat. . .

Sun, May 17 2026 11:23 AM
Background image

Deputy Minister for Finance and Administration Meets the Foreign Investors

Mr. Hossamuddin Saberi, Deputy Minister for Finance and Administration, of the Ministry of Mines and Petroleum met Uzbek and Chinese investors.
The aforementioned investors expressed. . .

Sun, May 10 2026 1:58 PM
Background image

Gold Extraction Contract for Kunduz Province Signed

Mr. Hedayatullah Badri, Minister of Mines and Petroleum, on Sunday, 5/10/2026 signed a contract for the extraction of a gold mine located in Qala Zal District of Kunduz Province,. . .

BACK TO NEWS