د داوطلبۍ بیاځلې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د کانونو او پټرولیم وزارت په پام کې لري، چې په فراه ولایت نیول شوې(۱۶۹.۵) کیلو ګرامه عالي او(۴۵.۳) کیلوګرامه متوسط کیفیت لاجورد او د کندهار ولایت(۲.۷) کیلو ګرامه فلورایټ؛(۱.۱) کیلو ګرامه کلیست ډبرې چې مخکې نیول شوي، د علاقهمندانو د خبرتیا په موخه د ۱۴۰۵/۹/۵ نېټې څخه د (۱۰) کاري ورځو لپاره د داوطلبۍ په موخه اعلان ته سپاري.
د یادونې وړ ده چې د قیمت ټاکلو کمېټې د پرېکړې پر بنسټ، د یادو ډبرو لومړنی قیمت د هر کیلو ګرام له مخې په لاندې ډول ټاکل شوی دی:
عالي لاجورد:(۱۰۴۰) افغانۍ؛
متوسط لاجورد:(۵۲۰) افغانۍ؛
فلورایټ:(۲۰) امریکایي ډالر؛
کلیست:(۴.۳۶) امریکایي ډالر؛
یا د ورځې د نرخ له مخې معادل افغانۍ.
ټول هغه شرکتونه، چې غواړي یادې ډبرې له ټاکل شوي قیمت څخه په لوړ قیمت اخلي، خپل غوښتنلیکونه دې د کاډسټر او تړونونو د پلي کولو عمومي ریاست ته وسپاري او د ټولیز قیمت لس سلنه دې(۱۰٪) د بانکي تضمین لیک په بڼه وړاندې کړي.
