د داوطلبۍ بیاځلې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د پروژې نوم: د وزارت د استخراج شویو کاني موادو د حجم او کثافت د اندازهګیرۍ لپاره د وسایلو د بشپړ پکېج تدارک!
د داوطلبۍ شمېره: MOMP-G-20-NCB-1405
د کانونو او پټرولیم وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د «د وزارت د استخراج شوو کاني موادو د حجم او کثافت د اندازهګیرۍ لپاره د وسایلو د بشپړ پکېج تدارک» پروژې د آفرګشايي په غونډه کې ګډون وکړي، چې د پرانیستې داوطلبۍ له لارې اعلان ته سپارل کېږي.
په شرایطو برابرو لېواله کسانو(شرکتونو) څخه غوښتنه کېږي، چې د شرطپاڼې د ترلاسه کولو لپاره خپل غوښتنلیکونه د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي(سنبلې) میاشتې تر ۱۷مې نېټې د سه شنبې ورځې پورې، د تدارکاتو ریاست ته وسپاري او شرطپاڼه دې ترلاسه کړي.
د آفرګشايي غونډه به د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي (سنبلې) میاشتې په ۱۸ نېټه، د چهارشنبې په ورځ، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو، د تدارکاتو په ریاست کې ترسره شي.
د یادې پروژې لپاره مالي وړتیا(۳،۸۰۰،۰۰۰) درې میلیونه او اته سوه زره افغانیو په اندازه ده.
