د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

kamran_admin
Sun, Aug 02 2026 8:01 PM
د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري، د امارتي شرکتونو لوی رئیس مولوي احمد جان بلال او یو شمېر نورو امارتي مشرانو له لوري معرفي شول.
د یاد حکم پر بنسټ، ښاغلی مولوي محمود شاه زاهد، چې تر دې وړاندې یې د امارتي شرکتونو لوی ریاست د پالیسۍ، څارنې او ارزونې د مرستیال په توګه دنده ترسره کوله، د کانونو او پټرولیم وزارت د تخنیکي مرستیال په توګه؛ ښاغلی مولوي عبدالمتین سعید، چې مخکې یې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو د مرستیال په توګه دنده ترسره کوله، د یاد وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال په توګه او ښاغلی مولوي اسحق صاحبزاده، چې مخکې یې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ د مرستیال په توګه دنده ترسره کوله، د کانونو او پټرولیم وزارت د مالي او اداري مرستیال په توګه معرفي شول.
غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره د کانونو او پټرولیم وزارت د غونډو په تالار کې پیل شوه. په پیل کې د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ‌الحدیث نورالحق انور په خپلو خبرو کې وویل: د امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت لپاره درې تنه هغه مرستیالان چې ښه کاري مخینه او تجربه لري، د یاد وزارت د مرستیالانو په توګه وګومارل شول.
نوموړي زیاته کړه چې په اسلامي نظام کې ټولې پرېکړې د اړتیا، بشپړې ارزونې او دقت له مخې، د نظام او ولس د ګټو په پام کې نیولو سره ترسره کېږي.
ورپسې د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د خپلو خبرو پر مهال وویل: نن چې د وزارت نوي مرستیالان د خپلو دندو د ترسره کولو لپاره معرفي کېږي، باور لرو چې دوی به د خپلې پوهې، تجربې، مدیریتي وړتیاوو او مسلکي تخصص پر مټ د وزارت د پرمختګ، د اصلاحاتو د پلي کېدو او د خدمتونو د لا ښه کېدو لپاره په بشپړ تعهد، صداقت او جديت سره هڅې وکړي.
نوموړي زیاته کړه چې د وزارت مشرتابه او ټول کارکوونکي ژمن دي، چې له نویو مرستیالانو سره د همکارۍ، همغږۍ او ګډ کار په فضا کې صادقانه همکاري وکړي.
له ټولو محترمو رئیسانو او د وزارت له کارکوونکو څخه هیله کوم، چې د وزارت د لا زیات پرمختګ لپاره له نویو مرستیالانو سره په همکارۍ، اخلاص او ګډ مسوولیت احساس کار وکړي؛ ځکه د هرې ادارې بریا د ګډ کار، متقابل باور او ګډو هڅو پایله ده.
په پای کې یو ځل بیا د وزارت نویو مرستیالانو ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوم او د الله سبحانه وتعالی له دربار څخه ورته د لا زیاتې بریا، روغتیا او توفیق دعا کوم. هیله ده چې د خپلو سپېڅلو مسوولیتونو په ترسره کولو کې د هېواد، نظام او د افغانستان د درنو خلکو لپاره د خیر، برکت او پرمختګ سرچینه وګرځي.
ورپسې د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي نوي مرستیال ښاغلي مولوي عبدالمتین سعید، د افغانستان اسلامي امارت له باور او اعتماد څخه د مننې په څرګندولو سره وویل: دنده امتیاز نه، بلکې یو دروند امانت او ستر مسوولیت دی. ان شاءالله ستاسو په همکارۍ او ګډو هڅو به خپلې چارې په غوره ډول ترسره کړو.
دغه راز د کانونو او پټرولیم وزارت نوي تخنیکي مرستیال ښاغلي مولوي محمود شاه زاهد د خپلو خبرو پر مهال وویل: هغه چارې چې د افغانستان اسلامي امارت له لوري ماته سپارل شوې، زما لپاره امتیاز نه، بلکې یو ستر امانت او دروند رسالت دی. له همدې امله به د دې مسوولیت د غوره ترسره کولو لپاره خپله ټوله وړتیا، تجربه او ظرفیت په کار واچوم او د خپلو همکارانو په همغږۍ او ملاتړ به د صادقانه خدمت او ټاکل شویو موخو د تحقق لپاره له هېڅ ډول هڅې او کوښښ څخه درېغ ونه کړم.
غونډه د امارتي شرکتونو د لوی رئیس ښاغلي مولوي احمد جان بلال له لوري د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.

Latest news

Mon, Jul 27 2026 2:46 PM
Background image

Ministry of Mines and Petroleum Signs Memorandum of Understanding with Timor Sana Company

A Memorandum of Understanding (MoU) on cooperation in the field of geological surveying and mineral exploration was signed on Monday, 27 July 2026, between the Ministry of Mines and. . .

Mon, Jul 27 2026 11:30 AM
Background image

Minister of Mines and Petroleum Meets with the Deputy Prime Minister of Uzbekistan

Minister of Mines and Petroleum Mr. Hedayatullah Badri, met with Deputy Prime Minister of the Republic of Uzbekistan Mr. Jamshid Khodjaev, and his accompanying delegation.
During the. . .

Thu, Jul 23 2026 6:20 PM
Background image

Chief of Staff to the Ministery of Mines and Petroleum Meets with Uzbek Investors

Mr. Abdul Halim Adel, Chief of Staff to the Ministery of Mines and Petroleum, on Thursday, 23 July 2026, met with delegation from Uzbekistan and their accompanying members at the. . .

BACK TO NEWS