د ننګرهار ولایت د کانونو ارزونه ترسره شوه
د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسامالدین صابري، د ختیځ زون ولایتي ریاستونو په همغږۍ د ننګرهار ولایت د کانونو ریاست او تخنیکي ټیم په ملتیا، د کامې او ګوشتې ولسوالیو اړوند د کانکېندنې له شپږو سیمو څخه لیدنه وکړه.
د یادې لیدنې په ترڅ کې، نوموړي د کانکېندنې بهیر، د قراردادي شرکتونو فعالیتونه او تخنیکي چارې په هر اړخیزه توګه له نږدې وارزولې. همداراز یې د پروژو له تخنیکي ټیمونو وغوښتل چې خپلې چارې په پوره همغږۍ، ژمنتیا او مسلکي اصولو سره پر مخ یوسي، څو د کانونو د کېندنې بهیر لا پیاوړی شي.
