د افغان تاجک نفتي حوزې اړوند درې بلاکونو سایزمیکي سروې پیل شوه

kamran_admin
Wed, Feb 25 2026 9:25 AM
دثصس


د کانونو او پټرولیم وزارت او ازبېک آویزسیز جیولوجیکي کمپنۍ تر منځ د هوکړه لیک پر بنسټ نن د افغان تاجک حوزې اړوند محمدجان ډګر، احمد آباد او شمر بلاکونو سایزمیکي دوه بعدي سروې د یادې کمپنۍ له لوري پیل شوه.

په دغه مناسبت نن سه شنبه په مزارشریف ښار کې جوړه شوې غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان، د هایدروکاربونو د سروې رئیس عبدالخلیل حنفي، د بلخ ولایت د مقام مرستیال مولوي نورالهادي ابو ادریس، په مزارشریف کې د ازبکستان قونسلګرۍ لومړي سکرتر ښاغلي شوکت، د ازبېک آویزسیز جیولوجي کمپنۍ مشر ښاغلي خیت بای امانوف، درسنیو استازو او یو شمېر ځایي مسوولینو ګډون کړی وو.
غونډه د قران مجید په څو مبارکو آیتونو پیل شوه، ورپسې د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل د دوست او ګاونډي هېواد ازبکستان د ازبېک آویزسیز جیولوجیکي کمپنۍ له لوري د افغان تاجک حوزې د درې بلاکونو وړیا سایزمیکي دوه بعدي سروې د دواړو هېوادونو په قوي اړیکو، د ازبکستان په حسن نیت، ښه ګاونډیتوب او د کانونو او پټرولیم وزارت د مشرتابه د ښه او ګټور مدیریت ښکارندویي کوي، ښاغلي افغان همدا راز زیاته کړه، چې افغانستان پراخې او بډایې کاني زېرمې لري او موږ د دغې سترې الهي ډالۍ د اغېزمن مدیریت لپاره کلک هوډ،  ښه پلانونه او عملي ګامونه لرو، څو دا شتمني د هېواد د تلپاتې پرمختګ سبب وګرځي. سربېره پردې د کانونو او پټرولیم وزارت د هایدروکاربونو د سروې رئیس ښاغلي عبدالخلیل حنفي د یاد هوکړه لیک او افغان تاجک حوزې په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل زیاته یې کړه افغان تاجک حوزه د هېواد په شمال کې د نفتو یو ستره تثبیت شوې حوزه ده چې د ازبېک آویزسیز جیولوجیکي کمپنۍ له لوري به یې د ټولو یولسو بلاکونو څخه یواځې د محمد جان ډګر، احمد آباد او شمر بلاکونو چې په ټولیزه توګه  ۷۶۱۷ کیلومټره مربع مساحت لري د سایزمیکي دوه بعدي سروې ترسره شي.
دغه راز د مزارشریف مرستیال والي د یادې پروژې د چارو د پیل په اړه خوښي څرګنده کړه او له خپله لوري یې د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ نوموړي زیاته کړه چې په افغانستان کې د پانګونې او لویو پروژو د پلي کولو لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.
په پای کې د ازبېک آویزسیز جیولوجيکي کمپنۍ رئیس خیت بای امانوف وویل موږ چمتو یو، چې له افغانانو سره ګډ کار وکړو او د ازبکستان هېواد پالیسي داده، چې له افغانانو سره د ښه ګاونډیټوب تر څنګ هر اړخیزو همکاریو ته دوام ورکړو.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS