د طوطي میدان د ګازو بلاک عملي چارې پیل شوې

kamran2_admin
Sun, Sep 14 2025 3:27 PM
news

د جوزجان ولایت د طوطي میدان ګازو بلاک عملي چارې د ۱۴۰۴لمریزکال د وږي(سنبلې) میاشتې په ۲۳مه نېټه پیل شوې.
په یاده غونډه کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ښاغلی ملا عبدالغني برادر، د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال، د بلخ والي الحاج محمد یوسف وفا د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو او د ازبکستان د جمهور رییس ځانګړی استازی عصمت الله ایرګشوف، د ازبکستان جمهوریت د انرژۍ وزارت مرستیال بختیار محمد کریموف د ایریل کام شرکت رییس او درسنیو استازو ګډون کړی وو.
 د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر وویل: ډېر د خوښۍ ځای دی چې د طوطي میدان د ګازو بلاک د تولید، اکتشاف او استخراج په موخه د ایریل کام شرکت ته سپارل کېږي، چې نن ورځ به یې عملي چارې پیل شي، په دې سره به ګڼ شمېر هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شي او افغانستان به د ګازو په برخه کې ځان بسیاینې ته ورسوي او له هېواد څخه د باندې به د ګازو د لېږد زمینه هم برابره شي په ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو غږ کوم، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او د قراردادي شرکت له مسوولینو څخه هیله کوم چې ټول معیارونه په پام کې ونیسي.
د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري زیات کړه: افغانستان او ازبکستان تاریخي ګاونډیان دي، زموږ د ولسونو اړیکې له پخوا د ورور ولۍ، سوداګرۍ او ګډو ګټو پر بنسټ ولاړې دي. نن ورځ د انرژۍ او طبیعي سرچینو په برخه کې د ملګرتیا یو نوی فصل پرانیستل کېږي، دا پروژه کولای شي د افغانستان او ازبکستان تر منځ د اقتصادي مشارکت یوه بېلګه وګرځي.
نوموړي د طوطي میدان د ګازو بلاک په اړه وویل: یاد کان ۷۵۰۰ کیلومټره مربع مساحت لري، له مخکې پکې ۵۰ ساختماني جوړښتونه تثبیت شوي او شاو خوا ۳۰ ژورې څاه ګانې شتون لري، د کانونو او پټرولیم وزارت او ایریل کام شرکت ترمنځ یې تړون د ۲۵ کلونو لپاره د اکتشاف، تولید او استخراج تړون لاسلیک شوی، افغانستان د جامدو کانونو ترڅنګ د نفتو او ګازو پراخه زېرمې لري، د اسلامي امارت موخه داده چې له دغو سرچینو څخه د هېواد د ځان بسیاینې، پرمختګ او د خلکو د هوساینې لپاره ګټه پورته کړي، د همدې موخې لپاره مو د هلمند او کټواز نفتي حوزې د سروې په موخه اعلان ته سپارلي.

د ازبکستان د جمهور رییس ځانګړی استازي عصمت الله ایرګشوف وویل: د ازبکستان او افغانستان اړیکې د ښه ګاونډیتوب پر بنسټ ولاړې دي له ټولو هغو کسانو څخه مننه کوم چې د طوطي میدان د ګازو پروژې د عملي چارو د پیل په برخه کې هلې ځلې کړي.
د کام ګروپ شرکت ستر سلاکار انجنیر محمد ګل خلمي د کام انرژي او طوطي میدان پروژې په اړه معلومات وړاندې کړل زیاته کړه: زموږ ستراتیژۍ د پروژې د پلي کېدو په برخه کې د طبیق وړ ده، موږ به په دغه پروژه کې له نوې ټکنالوژۍ څخه ګټه پورته کړو، د سیمې د انرژۍ په برخه کې به دغه پروژه حیاتي رول ولري.
د ازبکستان د انرژۍ وزارت مرستیال بختیار محمد کریموف د ازبکستان جمهوریت له لوري د یادې پروژې د پیل په اړه مبارکي وړاندې کړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې دغه پروژه د اړیکو د پیاوړتیا سبب و ګڼله او د افغانستان له ځوان نسل سره به په دغه برخه کې تجربې شریکې شي.
دغه راز د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار مرستیال الحاج مولوي محمد ذاهد افغانستان او ازبکستان دوه ښه ګاونډیان یاد کړل او هیله یې څرګنده کړه، چې د پروژې چارې په ښې همغږۍ سره ترسره شي او د کار په برخه کې لومړیتوب افغانانو ته ورکړل شي.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS