مطبوعاتي بلنلیک

د کانونو او پټرولیم وزارت په پام کې لري چې سبا د یکشنبې په ورځ د ١٤٠٤ لمریز کال د وږي(سنبلې) میاشتې په ٢٣مه نېټه سهار ٩ بجې د طوطي میدان ګازي سیمې عملي چارې د یوې غونډې په ترڅ پرانیزي، په همدې موخه د رسنیو درنو استازو ته بلنه ورکول کېږي، چې د یادې غونډې د خبري پوښښ لپاره راشي.
ځای: د بلخ ولایت
د کانونو او پټرولیم وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت ټولو ژور نالستانو ته ښه راغلاست وایي او ستاسو د تلپاتې همکارۍ څخه منندوی یو.
د اړیکې شمېره: 0711215700-0766811784- 0744065320