د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د چین هېواد له سفیر سره وکتل

kamran2_admin
Mon, Mar 17 2025 4:21 PM
china and Afghan embassadors

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۳/۱۲/۲۷ نېټې په خپل کاري دفتر کې د چین هېواد له سفیر او مل پلاوي سره وکتل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چین او افغانستان د سیاسي او اقتصادي اړیکو مخینه لري، چې دواړه خواوې یې د پرمختګ او پیاوړتیا لپاره ژمن دي او موږ هڅه کوو چې د هېواد د کاني سرچینو په برخه کې بهرنیو پانګوالو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې کړو.
ور پسې د چین سفیر د کانونو او پټرولیم وزارت د مشرتابه د مېلمه پالنې څخه مننه وکړه ویې ویل: چین او افغانستان دوه ښه ګاونډیان دي، چې اوږدې او ښې اړیکې لري، دغه راز دوی د قشقري د تېلو د څاګانو د استخراج او د عینک مسو کان د اکتشاف د چټکتیا په اړه بحث او نظرونه شریک کړل.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS