د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ګرین ټري شرکت له استازو سره وکتل

kamran_admin
Mon, Mar 17 2025 9:12 AM
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ګرین ټري شرکت له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د یکشنبې په ورځ د ١٤٠٣/١٢/٢٦ نېټې په خپل کاري دفتر کې د روسیې او ایران ګرین ټري شرکت له شریکانو محمدصبوري او دینس کولومین سره وکتل.
په دغه کتنه کې دوی د افغانستان د کاني سرچینو په برخه کې د پانګونې د شته فرصتونو په اړه بحث او نظرونه شریک کړل، دغه راز یې د غور ولایت د سربو کانونو په برخه کې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړه، یادو پانګوالو په هېواد کې د لابراتوار د جوړېدو خبره وکړه. د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست له لوري یې هرکلی وشو.
په پای کې یې د هغو بهرنيو شرکتونو سره چې پانګونه کوي د اړینې همکارۍ او اسانتیاوو رامنځته کولو ژمنه وشوه.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS