د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د بدخشان ولایت له مشرانو سره وکتل

kamran_admin
Sat, Dec 28 2024 3:49 PM
minister

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د شنبې په ورځ (۱۰/۸/۱۴۰۳) نېټې د بدخشان ولایت د شهر بزرګ ولسوالۍ له مشرانو او مخورو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې غونډه کې د يادې ولسوالۍ مشرانو او مخورو د کانونو او پټروليم وزارت د مشرتابه د کړنو ستاينه وکړه، د زر شويي، د سيمې خلکو ته د کاري فرصتونو رامنځته کول او په دغه ولايت کې د کانونو د تړونونو په لاسليکولو کې ځايي خلکو ته لومړيتوب ورکولو په اړه یې خبرې وکړې او دیاد ولایت د کاني زېرمو د مدیریت په برخه کې خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل او د خلکو یو شمېر ستونزې یې هم ورسره شریکې کړې.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست دوی ته ډاډ ورکړ، چې د یادې ولسوالۍ د خلکو ستونزو ته به د شته امکاناتو او د کانونو د قانون او کړنلارې مطابق رسېدنه وشي.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS